روسيه دې اوکرايني ماڼوګان خوشي کړي: اېنګيلا ميرکل

د تښتول شوي اوکرايني ماڼو انځور

د جرمني چانسلرې اینګیلا میرکل د روسیې ولسمشر ولاديمير پوټین ته ویلي چې د کرچ په تنګي کې د روسي ځواکونو لخوا نیول شوي ۲۴ اوکرایني ماڼوګان دې خوشي کړي.

د جرمني حکومتي ویاند د ډېسېمبر پر ۲۸مه وویل دواړو مشرانو د ټیلیفون له لارې په خبرو کې د کرایمیا او مشرقي اوکراین پر حالاتو او د امریکا لخوا له شام څخه د ځواکونو د ایستلو د پریکړې په اړه خبرې کړي دي.

د روسیې او جرمني تر منځ اړیکې تر هغه وروسته ترینګلې شوي چې د روان ۲۰۱۸م کال د نومبر پر ۲۵مه روسي ځواکونو پر یو شمېر اوکرایني کښتیو ډزې وکړې او ۲۴ ماڼوګان يې ونيول. پر دوي د روسیې له پولې په غېرقانوني توګه د اوښتو تورونه دي.

اروپايي ټولنې او امریکا هم ویلي چې روسي عملیات غیرقانوني ول او له ماسکو څخه يې غوښتنه کړې چې نیول شوي ماڼوګان خوشي کړي او کښتۍ دې يې اوکراین ته وسپاري. خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه غوښتنې رد کړي دي.