پښتانه ځوانان وايي ۲۰۱۸م کال د سياسي پوهاوي له پلوه ورته مهم و

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د دې اوونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې پښتنو ځوانانو وويل چې ۲۰۱۸ م کال د دوی لپاره د سياسي او نورې پوهاوي له پلوه ډېر مهم وو. دوی وايي په دې کال کې پښتنو ځوانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ له لارې نړۍ ته وښودل چې پښتانه ترهګر نه بلکې د ترهګرۍ ښکار دي.