جنوبي افريقا په ټېسټ کرکټ لوبه کې پاکستان ته په شپږو وکټونو ماتې ورکړه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د ډېسېمبر پر ۲۸مه د جنوبي افريقا په سېنچورين لوبغالي کې پای ته ورسېده.
پاکستان د دې لومړۍ ټېسټ لوبې په دوو پړاوونو کې ۱۸۱ او ۱۹۰ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې جنوبي افريقا په لومړي پړاو کې۲۲۳ او په دويم پړاو کې يې د څلورو لوبغاړو په ورکولو ۱۵۱ منډې جوړې کړې او لوبه يې وګټل.
تر دې وروسته به داوړه لوبډلې په کېپ ټاون او جوهانسبرګ کې هم ټېسټ لوبې کوي.