د اوکراین ولسمشر په‌ دغه هېواد کې پوځي مارشل لا ختمه کړه

د اوکراین ولسمشر پوروشېنکو.

د اوکراین ولسمشر پېترو پوروشېنکو په هېواد کې لګولې مارشلا د ډېسېمبر پر ۲۶مه ختمه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې په هغه هېواد کې لا هم ناکراري ده.

ولسمشر پوروشېنکو په نومبر کې د اوکراین په سرحدي سیمو کې تر هغې وروسته مارشل لا یا پوځي قانون نافذ کړ چې روسیې په تور سمندر کې د اوکراین بیړۍ او ۲۴ ماڼوګان ونیول.

نیولي ماڼوګان لا هم له روسیې سره دي او پر هغوی په ناقانونه توګه د روسیې له پولې د اوړیدو تورونه دي.

امریکا او اروپایي اتحادیې د مسکو دا ګام ناقانونه بللی او پر روسیې یې غږ کړی دی چې نیولي ماڼوګان او کښتۍ دې په سمدستي توګه اوکراین ته وسپاري.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه