د شام سرکاري میډیا وايي، د هېواد هوايي دفاعي نظام یې د بریدونو په یوې لړۍ کې د اسراییلو د ګڼو توغندیو حمله ناکامه کړي چې پکې درې پوځيان ټپیان شوي دي.
سنا خبري اژانس د یوې امنیتي سرچیني په حواله د ډېسېمبر پر ۲۵مه خبر ورکړ چې د اسراییلو د الوتکو له لورې ویشتل شوې زیاتره توغندي یې خپل هدف ته تر رسېدو وړاندې تباه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د وسلو یو ډیپو په نښه شوی دی او په برید کې درې سرتېري ټپیان شوي دي.
د اسراییلو پوځ پر ټوېټر یوازې دا ویلي چې د شام د توغندیو په غبرګون کې یې د هېواد دفاعي نظام فعاله کړی.
بلخوا د شام بشري حقونو د څار لندن مېشته اداره وايي، دا میزایل د لبنان له فضايي حدونو تېر شوي او د دمشق په مغرب او جنوب مغرب کې یې لرې پرتې سیمې په نښه کړې دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه