د ترکيې رسنیو د ډېسېمبر پر ۲۴مه رپوټونه ورکړل چې دغه هېواد له سوريې [شام] سره يې د پولې د ساتنې لپاره اضافي ځواکونه لېږلي دي.
دا له هغې څو ورځې وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له شامه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه.
د ترکيې انادولو خبري اژانس وايي، د شام پولې ته لېږل شوې دغه پوځي مرسته چې د هېواد جنوب ختیځې صوبې کیلیس ته رسېدلې پکې ټېنکونه هم شامل دي.
انادولو زیاتوي چې د ترکيې ملاتړ لرونکي د شام حکومت مخالفه باغیان هم د کردانو تر ولکې لاندې سيمې منبیج کې ځای پر ځای کړل شوي دي.
پر دې سربېره حریت ورځپاڼې لیکلي چې شاوخوا ۱۰۰ ترک پوځي ګاډي د شام شمالي سیمې الباب ته اوښتي دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه