د دې ترمخه به د بېګا شپې ۱۲ بجو راهیسې د حکومت ۲۵ فېصده ځینې ادارې بندې وي. د دغه بل د منظورېدو په اړه ډېموکرېټ ګوند او رېپبلکن ګوند یوې موافقې ته ونه رسېدل.
بلخوا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي دي چې دی به تر هغې پورې د بجټ په اړه یو بل هم نه لاسلیکوي چې پکې د مکسېکو او امریکا تر منځ د دېوال جوړولو لپاره پنځه اربه ډالره نه وي شامل شوي.
ډیموکراټان وایي دوی به د دغه دېوال جوړولو لپاره خپلې رايې استمال نه کړي. چارواکي وایي تر اتو لکو پورې د امریکايي حکومت کارکونکي به په عارضي توګه له کاره لرې کړل شي او یا به هم د لږ وخت لپاره بغېر له تنخوا کار کوي.
په دغو کې به د ناسا ادارې کارکونکي ، د امریکا د تجارت وزارتاو هم داسې د بهرنیو چارو ، د انصاف، زراعت او د کورني امنیت یو شمېر کارکونکي شامل دي.
د روانې اونۍ په پېل کې سېنټ د حکومتي خرڅونو بل له مېکسیکو سره د دېوال جوړولو له لګښته بغېر منظور کړ او د استازو جرګې ته یې ولیږی چې دوی پکې د دېوال پېسې هم شاملې کړې.
خو په سېنټ کې د دغه بل د منظورۍ لپاره کافي رايې وا نه چول شوې. کانګرېس به د دسمبر پر ۲۲مه بیا پر دغه بل غونډه کوي .
امریکایي ولسمشر بېګا ناوخته پر خپل ټویټر لیکلي ، دی هېله من دی چې د ادارو دغه بندېدل یا شټ ډاون به ډېر اوږد نه وي.