خبریالان د ملګرو له دندو ګوښه کېدو ضد اقدامات کوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال تر رڼا لاندې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. له تېرو شاوخوا شپږ میاشتو راهیسې په پاکستان کې ګڼو رسنیزو ادارو د مالي مشکلاتو په یادولو ګڼ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. په دې لړ کې تر ټولو وروستی اقدام روانه اوونۍ د جنګ ورځپاڼې دفتر وکړ او له پېښوره یې لسګونه خبریالان، خبري مدیران یا اېډېټران او د هغوی مرستیالان او له رسنیو سره تړلي کسان له دندو لرې کړل. په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې په پاکستان کې د خبریالانو د ایستلو او د هغوی ستونزو په اړه خبرې کوو.