امریکا د ازبکستان، اوکراین او روسیې پر یو شمېر وګړو بندیز وغځاوه

د امریکا بیرق.

سپینې ماڼۍ د ازبکستان، اوکراین او روسیې پر یو شمېر وګړو چې د دې هېوادونو له حکومتونو سره تړاو لري د سفر او مالي معاملو بندیز تمدید کړی دی.

دا بندیزونه تېرکال په امریکا کې د «Global Magnitsky Act» قانون پر اساس لګول شوی چې پر بشري حقونو د تېري کوونکو او په نړۍ کې د فاسدو چارواکو پرضد د داسې پرېکړو اجازه ورکوي.

د سپینې ماڼۍ د پرېکړې پر اساس، د ازبکستان د پخواني ولسمشر پر لور ګلناره کریموا، د روسیې د لوی څارنوال پر زوی، په اوکراین کې د مظاهرو ضد پولیسو پر قوماندان او یو شمېر نورو چارواکو بندیزونه غځول شوي دي.

روسیې دا اقدام غندلی دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه