پاکستان د مذهبي ازادۍ په اړه د امريکا راپور رد کړ

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند، ډاکټر فېصل

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وايي د امريکا لخوا د مذهبي ازادۍ نه درلودونکي هېواد په توګه په تور لیسټ کې د دوی شاملول يوه سياسي پرېکړه ده.

د دې وزارت وياند ډاکټر محمد فېصل د ډېسېمبر پر۱۲مه خبريالانو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې په پاکستان کې د ګڼو مذهبونو او عقيدو درلودونکي خلک اوسېږي او د اقليتونو حقونو لړ کې د کوم بل هېواد مشورې ته ضرورت نه لري.

امریکا پرون پاکستان د هغو هیوادونو په تور ليسټ کې واچاوه چې مذهبي ازادي پکې تر پښو لاندې کېږي.

د امريکا بهرنيوو چارو وزارت دا کلنی رپورټ د ډېسېمبر پر ۱۱مه خپور شوی دی.

امریکا په ۱۹۹۸م کال کې په دې اړه یو قانون منظور کړی وو او له هغه راهسې په دې اړه د هیوادونو لسټ خپروي چې هلته له مذهبي اقلیتونو سره څنګه چلند کېږي.

د لږ مذهبي ازادي لرونکو هیوادونو په لړ او یا څار لسټ کې راتله د اقتصادي بندیزونو سبب کېدای شي.

خو د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وايي چې د دوی څلور فېصده خلک عیسايان، هندوان، سيکان او بدايان دي.

د وزارت په خبره په پاکستان کې د بشري حقونو ملي کميشن شته چې د مذهبي ازادۍ په لړ کې د اقليتونو اندېښنې اوري.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت په داسې حال کې په خپل هېواد کې د مذهبي ازاۍ دفاع کوي چې په دې وروستيوو کې د مذهبي سپکاوي له تورونو پاکه کړل شوې آسيه بي بي لا هم له ملک نه ده وتلې.

هغه د اسلام په سپکاوي تورنه وهخو سپريم کورټ د هغه خلاف شواهد کم وبلل او له جېله يې يې د هغې د خوشې کولو پرېکړه وکړه. خو مذهبي ډلو يې پر ضد احتجاج وکړ.

د آسيه بي بي کورنۍ غواړي بهر ته لاړ شي خو هغه لا هم په حکومتي نګرانۍ کې په نامعلوم ځای کې دي او بهر ته نه دې لېږل شوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه