په هلمند کې د وسله والو پر ضد عملیات پېل شوي

په هلمند کې د افغان ځواکونو عملیات.

افغان ځواکونو د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د وروستۍ سیمې لوی مانده نیولو لپاره عملیات پېل کړي دي.

د هلمند امنیت امر ګلي خان د شنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل،د دې مهمې سیمې اکثره برخه یې نیولې ده.

بلخوا وسله والو طالبانو تازه جوړ شوی سړک د دې لپاره خراب کړی دی چې افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال ګټه ورڅخه وانخلي.

له افغان ځواکونو سره دغوڅ ملاتړ ماموریت هوایي ملاتړ هم موجود دی.

چارواکي وایي تر دې دمه یې په وړاندې خاص مقاومت نه دی شوی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه