د افغانستان اوږد مهاله امنیت ته ژمن یو: سټولټنبرګ

د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ.

په برسلز کې د یوې غونډې پر مهال د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې د افغان مرګ ژوبلې باوجود د افغانستان د اوږد مهاله امنیت او قراري ته ژمن دي.

دا خبره د چارشنبې په روځ د دوه ورځني غونډې په پای کې د وینا په وخت د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ په داسې وخت کې کړې چې دوه ورځې وړاندې د امریکا یو لوړ پوړي پوځي چارواکي وویل چې د افغانانو د ځاني تاوانونو راکمولو لپاره چټکو ګامونو ته اړتیا ده.

سټولټنبرګ خبریالانو ته وویل، د ناټو غړي هیوادونه د مرګ ژوبلې د پېښو په ډېریدو فکر مند دي خو زیاته يې کړه کېدای شي په تشدد کې ډېروالې دا ښايي چې شیان په بدلیدو دي.

ناټو په ۲۰۰۳م کال کې په افغانستان کې د نړیوالو امنیتي هلو ځلو مشري پر غاړه واخیسته، په ۲۰۱۴م کال کې پوځي هلې ځلې ودرولې او اوس د افغان ځواکونو ته سلا مشوره ورکوي او روزنې يې کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه