د سعودي په مشرۍ اتحاد تر ټاکل شویو خبرو وړاندې له یمن څخه د ژوبل حوثیانو د ويستلو اجازه ورکړې ده.
یاد اتحاد چې په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکو حوثي وسله والو پرضد جنګیږي، وايي
پرون یې د ملګرو ملتونو په جهاز کې ۵۰ ژوبل حوثیانو ته د علاج لپاره د وتلو اجازه ورکړې ده.
د علاج لپاره د ژوبلو کسانو ایستل د حوثي وسله والو لخوا دسولې په خبرو کې د
ګډون لپاره بنیادي شرط وو.
دغه خبرې اترې چې ملګرو ملتونو د یمن د شخړې هوارولو په غرض جوړې کړي، دا اونۍ په سویډن کې کېدونکې دي. سفارتکار کاران هیله لري چې دا خبرې به سبا پېل شي.
په یمن کې د ۲۰۱۴م کال راهیسې د حکومت او حوثي باغیانو ترمنځ شخړه پېل شوې چې پکې تر اوسه څه باندې ۱۰ زره کسان وژل شوي او تر ۳۰ لکه زیات بې کوره شوي دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.