پراګ - افغان چارواکي وايي، د هېلمند ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم والي ملا عبدالرحیم او څلور ملګري یې په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.
د ولایت مطبوعاتي دفتر د ډېسېمبر پر دویمه مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې نوموړی د ملا عبدالمنان اخوند په نوم پېژندل کېده چې په نوزاد ولسوالۍ کې په یوه برید کې وژل شوی دی.
بیان وايي، د ډېسېمبر پر لومړۍ ماښام مهال په برید کې د نوموړي دوه ویاندان حافظ راشد او ملا جاوېد او دوه ساتونکي یې هم وژل شوي دي.
هلته طالبانو د امریکا غږ اشنا راډیو او افغان اسلامي اژانس ته په استولي پیغام کې د ملا عبدالرحیم د وژنې پخلی کړی دی.
اژانس د باوري سرچینو پر اساس ويلي دي چې نوموړی د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ژوبل شوی وو چې د یکشنبې پر ورځ مړ شو او پر همدې ورځ ماسپښين یې په نوزاد ولسوالۍ کې جنازه وشوه او بیا هم هلته خاورو ته وسپارل شو.
د هېلمند والي جنرال محمد یاسین د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې ملا عبدالرحیم نه یوازې د هغه ولایت لپاره د طالبانو تش په نوم والي وو بلکې د هېواد پر کچ د دې وسله والې ډلې د نظامي چارو مسوول هم وو.
د هېلمند امنیتي چارواکو د امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي دي چې ملا عبدالرحیم په لویو بریدونو کې کلیدي رول لوباوه او زیاتوي چې وژنه به یې د طالبانو لیکې کمزورې کړي.
د امریکا په مشرۍ د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت لا د نوموړي وژنې په اړه څه نه دي ویلي.