په امریکا کې د ۲۰۱۶م کال د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنۍ تګلارې یو پخوانی سلاکار جارج پاپادوپولوس د درواغ ویلو په تور د دوو اوونیو لپاره بندي کړل شو.
نوموړي ته دا سزا د نومبر پر ۲۶مه له هغه وروسته ورکړل شوه چې جج د هغه د ازاده پاتې کېدو په اړه غوښتنه رد کړه. پاپادوپولوس د ټاکنیز کمپاین لومړی مرستیال دی چې د رابرټ مولرز ځانګړې شوراد پلټنو له مخې سزا کېږي.
دغه شورا د روسیې او ټرمپ ټاکنیزې ډلې ترمنځ د اړیکو پلټنه کوي. سپینه ماڼۍ وايي چې ۳۱ کلن پاپادوپولس په ټاکنیز کمپیاین کې د ټیټې کچې یو رضاکار وو. خو د روسیې په باب پلټنو کې دی مرکزي څهره وه.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.