پراګ ـ د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت ادارې په یو راپور کې ویلي چې په قبایلي سیمو کې د جنګ جګړې او بېقرارۍ له کبله اتیا فیصده باغونه زیانمن شوي دي چې له کبله یې د خلکو اقتصادي ژوند اغیزمن شوی دی.
له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر چې پخپله هم کروندګر دی وايي، د عملیاتو پر وخت که له یوې خوا په ډېرو سیمو کې د امنیتي ځواکونو له خوا ځنګلونه ووهل شو نو له بلې خوا وسله والو هم ځیني باغونه په خپل کنټرول کې واخېستل. د نوموړي په وینا د عملیاتو په وخت چینو او لختو ته هم ډېر تاوان رسېدلی او د اوبو کچه لاندې تللې ده.
د کرکیلې د ودې لپاره د دوه زره پنځلسم کال په جولای میاشت کې د جاپان حکومت د ملګرو ملتونو د خوراک او زراعت د ادارې سره د یوې لوظنامې له مخه ۵ ملیونه ډالره ورکړل.
دا هم وګورئ: د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقهدغه شان نور یو شمېر مرستندویه ادارو د زراعت د ښه کولو او باغونو د ابادولو لپاره مرستې اعلان کړې خو په سیمه کې د پرمختیايي چارو پوه نظام داوړ وايي، ډیرې کمې پروژې عملي شوي دي.
تېره اوونۍ د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر شوکت یوسفزي مشال ریډیو ته وویل، وفاقي حکومت ورله د قبایلي سیمو د پرمختیا لپاره ۴۰۰ ملیونه روپۍ ورکړي دي خو د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر بیا وايي، قبایلې سیمې ډیر لوی مالي پیکېج ته اړتیا لري او داسې نه ښکاري چې حکومت په دغه اړه سنجیده دی.
د یادونې وړ ده چې وفاقي حکومت د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې د ورګډولو منظوري ورکړېده او په دغه اړه يي قانون سازي هم کړې خو لا تراوسه دغلته د پرمختیا او خلکو د تاوانونو پوره کولو پروسه بشپړه شوې نه ده.