جنرال تادين: هيچا ته به د ولس د ژوند او امنيت ګواښلو اجازه ورنکړم

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان د سوهېلي ولايت کندهار امنيه کومندان تورنجنرال تادين خان اڅکزی وايي چې هيڅ کس يا ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د ولس ژوند او امنيت له ګواښ سره مخامخ کړي. نوموړي د مشال راډيو له خبريال احمد شاه اعظمي سره د مرکې پر مهال وويل چې له خپل ورور او د دې ولايت له پخواني امنيه کومندان جنرال عبدالرازق خان سره يې د هغه د يوه ملګري او مشاور په حېث په نظامي او ملکي چارو کې له نږدې کار کړی، د هغه کارونه يې څارلي او اوس به هم د هغه تګلاره پرمخ وړي.