په شام کې دوه خبریالان وژل شوي

شام.

د شام په ادلب ولایت کې د نومبر پر ۲۳مه دوه خبریالان چې د حکومت او هم د وسله والو یاغیانو له انتقاد کوونکو څخه وو د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شول.

د شام د بشري حقونو د څار ډلې چې له لندنه فعالیت کوي، ویلي راید فارس او حمود الجنید د ادلب ولایت په کفر نبیل ښارګوټي کې په ډزو له ټپي کېدو وروسته ساه ورکړه.

د بشري حقونو دا ډله وايي، پر دې دواړو خبریالانو نامعلومو وسله والو چې په یوه موټر کې سپاره وو ډزې وکړې.

د شام د ادلب ولایت له نیمايي زیاته برخه د تحریر الشام وسله والې ډلې تر واک لاندې ده او پاتې سیمې يې د ترکيې پلوه وسله والو په کنټرول کې دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه