عوامي نیشنل ګوند سوات کې د داوړ وژنې ضد لاریون کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په سوات کې د عوامي نیشنل ګوند لسګونه غړو او ملاتړو د پولیس افسر طاهر خان داوړ د ورکېدو او وژنې ضد احتجاجي لاریون وکړ. د نومبر پر ۱۷مه، د ګوند د زده کوونکو سازمان مشر غلام علي وویل، له اسلام اباده د یوه لوړپوړي پولیس افسر ورکېدل د اندېښنې وړ خبره ده. ده د تحریک انصاف پر حکومت تور پورې کړ چې د خلکو امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی. خو حکومت ویلي دي چې دا قضیه به تر اخره پورې څېړي او د دې لپاره یې پلټنیزه ډله جوړه کړې. ویډیويي رپورټ وګورئ.