د طاهر داوړ له وژنې سره مو کور له یتیمانانو ډک شو. احمدالدین داوړ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور د وژل شوي پولیس افسر طاهر داوړ ورور احمدالدن داوړ وايي چې د ورور له وژلو سره یې په کورنۍ کې د یتیمانانو شمېره نوره هم سېوا شوه. د مشال راډيو له خبریال غلام غوث سره په خبرو کې دی وايي، کورنۍ یې غوښتنه کوي چې پاکستان یا افغانستان نه بلکې یوه بې پلوه نړیواله اداره دې د هغه د ورور د وژنې پلټنه وکړي.