ننګرهار کې ۷۶ ښوونځي او تعلیمي مرکزونه بیا پرانیستل شوي

په افغانستان کې تعلیمي مرکزونه.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ۷۶ سکولونه او تعلیمي مرکزونه بیا پرانیستل شوي.

د پوهنې وزارت ویاند کبیر حقمل د نومبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې دا ښوونځي او تعلیمي مرکزونه د امنیتي ګواښونو له کبله له تېرې یوې اونۍ راهیسې بند شوي وو.

حقمل زیاته کړه چې د دغو مرکزونو له پرانیستو سره د چپرهار ولسوالۍ شاوخوا ۳۶ زره جینکو او هلکانو ته د زده کړو موقع بیا برابره کړل شوه.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي په افغانستان کې ۱۱۰۰ سکولونه د ګواښونو له کبله بند دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه