امریکا: ایران پر وسله والو کلنی یو بیلیون ډالر لګوي

د امریکا او ایران بیرق.

امریکا ادعا کوي چې ایران په مینځني ختیځ کې پر حماس، حزب الله او نورو وسله والو ډلو کلنی نېږدې یو بیلیون ډالر لګوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي نتن سېلز د نومبر پر ۱۴مه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې ایران په لبنان کې پر حزب الله کلنی شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالره لګښت کوي.

حزب الله هغه ډله ده چې د اسرایلو پرضد يې جګړه کړې او په شام کې د سني یاغیانو پرضد په جګړه کې يې د شام له واکمن بشرالاسد سره مهمې مرستې کړي دي.

پر ایران د امریکا له خوا د بندیزونو بیا عملي کولو پر وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وو چې پر ایران د بندیزونو عملي کولو مرام دا وو چې ایران په مینځني ختیځ کې له وسله والو ډلو سره مرستې ودروي.

ایراني چارواکیو ویلي، بندیزونه به هغوی په شام ، لبنان ، فلسطین ، عراق او هر ځای کې له خپلو اتحادیانو سره د مرستو نه وانه ړوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه