منظور پښتين: د طاهر داوړ د مړينې مراسم به د مشورتي جرګې په خوښه کوو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين ويلي چې افغان چارواکي به نن د خېبر پښتونخوا د پوليس يو افسر طاهر خان داوړ مړی نن د هغه خپلوانو ته سپاري. نوموړي نن په پېښور کې د طاهر داوړ پر کور د مشال راډيو خبريال غلام غوث ته وويل چې د مشورتي جرګې پر خوښه به تورخم ته د مړي تر لاسه کولو مراسم ته ځي. هغه پر دې مهال زياته کړه چې د طاهر داوړ مړينه به د احتجاجونو يوه نوې لړۍ پېل کړي.