ننګرهار: چاودنې یو تن وژلی ۱۰ ټپیان

د ننګرهار چارواکي وایي چې نن د نومبر پر۱۳مه شاوخوا لس نیمې بجې د غني خېلو ولسوالۍ اړوند شیرګړ بازار کې په یوه موټړ پورې د نښلول شوي ماین د چاودنې له امله یو تن ملکي وګړی وژل شوی او لس نور یې ټپیان کړي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی وایي چې ټپیان پر وخت روغتیایي مرکزونو ته لیږدول شوي او زیاتوي چې روغتیایي حالتونه یې د ډاډ وړ دي.

د پېښې مسوولیت ار دې دمه چا نه دی منلی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه