انټرفاکس اژانس د شېر محمد عباس ستانکزي له خولې لیکلي دي چې دوي د افغان حکومت پرځاى له امريکا سره مستقيم مذاکرات غواړي.
دا له هغه وروسته ده چې د نومبر پر نهمه د روس په پلازمېنه ماسکو کې د افغانستان د سولې په په اړه یو ورځنۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د وسله والو طالبانو استازو ، د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي او هم داسې د روس او امریکا چارواکو ګډون کړی وو.
د دې تر څنګ دې غونډې ته چين، ايران، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان هم خپل استازي ورلېږلي وو.
د افغانستان د سولې عالي شورا د دې غونډې پایلي ته هیله مندي ښودلې ده خو طالبانو ویلي دي چې دا د دوي لپاره یوازې د دې موقع وه چې خپلې غوښتنې وړاندې کړي.
د سولې شورا ویاند سيد احسان طاهري مشال راډیو ته وويل، برخه والو هېوادونو له طالبانو سره د مستقيمو خبرو ملاتړ څرګند کړ.
دی زیاتوي:
ده وویل ، “ په غونډه کې شریکو ټولو هېوادونو د افغانانو د هغه غږ ملاتړ وکړ چې غواړي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي او غونډې له وسله والو طالبانو هم غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره چمتووالى اعلان کړي.”
د افغانستان حکومت وايي، په دې غونډه کې د سولې عالي شورا د يوه خپلواک بنسټ په توګه برخه اخيستې وه.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت احمدي د نومبر پر نهمه مشال راډيو ته وويل ، له روسي لوري سره مخکې پر ځينو موضوعاتو هوکړه شوې وه.
ده وویل ، “له هغو پرېکړو او اصولو چې د تاشکند او د کابل پروسې په غونډو کې يې يادونه شوې وه، تېر شوي نه يوو، هغه اصول موږ ته ډېر اهميت لري."
د مسکو غونډه په داسې حال کې جوړه شوه چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د افغانستان او سيمې په سفر وتلى دى.
نوموړی به د افغانستان تر څنګ پاکستان، متحده عرب اماراتو او قطر ته هم ځي. زلمي خليلزاد په اکتوبر مياشت کې د خپل سفر پر مهال په قطر کې د طالبانو له استازو سره هم کتلي وو.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه