د افغانستان د سولې او جوړ جاړي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نومبر پر اتمه د افغانستان، پاکستان، قطر او متحده عرب اماراتو سفر پیل کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ماښام په یوه بیان کې وویل، خلیلزاد به د نومبر تر ۲۰مې نېټې د افغان حکومت له چارواکو او د نورو خواو له استازو سره وګوري چې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ته لار هواره شي.
امریکا له څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې طالبان د جګړې ختمولو او خبرو ته وهڅوي.
طالبانو هم د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره د مستقیمو خبرو پر غوښتنه ټینګار کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیان وايي، خلیلزاد هیله من دی چې کابل او طالبانو د باصلاحیته پلاویو د ټاکلو پر لوري منظم ګامونه اخیستي.
تر دې مخکې نوموړی په اکتوبر کې کابل او اسلام اباد ته ورغلی وو.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه