پراګ - په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کډوالو په اړه د کاري ډلې دویمه غونډه شوې ده.
د نومبر پر اوومه د پاکستان د ریاستونو او سرحداتو د وزارت (سیفران) په ودانۍ کې په دې غونډه کې د افغانستان د کډوالو د وزارت مرستیالې ډاکترې علیمې په مشرۍ پلاوي په دې غونډه کې برخه واخیسته.
د پاکستان د پلاوي مشري د سیفران وزارت سېکرټر محمد اسلم وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر اوومه، په یو بیان کې ویلي چې په غونډه کې په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره پر تړلو چارو او هېواد ته د هغوی د ستنېدو پر لارو بحثونه وشول.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرات د نومبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، په دې غونډه کې د ځېنو افغانانو له خوا د پاکستان د شهریت (تابعیت) د تر لاسه کولو په اړه څه خبرې نه دې شوي.
تر دې مخکې د پاکستان وزیراعظم عمران خان د سېپټېمبر په میاشت کې ویلي ول، غواړي یو شمېر هغو افغانانو ته چې اولادونه يې په پاکستان کې د مهاجرت پر مهال زیږېدلي او لوی شوي، د پاکستان شهریت ورکړي.
دا مهال په پاکستان کې تر ۲۵ لاکه زیات افغان کډوال اوسي چې تر یو میلیون زیات یې په هغه هېواد کې د استوګني قانوني اسناد نه لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) په وینا، د ۲۰۱۵ز کال له پیل راهیسې لاکونه افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته ستانه شوي.