مذهبي ډلې د اسیه بي بي پرېښودو ضد راوتي

په لاهور کې د تحریک لبیک پاکستان احتجاج

د پاکستان سپریم کورټ لخوا د مذهب په سپکاوي کې نیول شوې اسیه بي بي د خوشې کیدو روستو په ټول پاکستان کې مذهبي ډلو احتجاجونه شورو کړي او وايي دوی ته دا فیصله نه ده منظور ځکه چې دا د بهرنيو قوتونو ترفشار لاندې خوشې کړل شوې ده.

بل پلو د وفاقي حکومت وینا ده چې سپریم کورټ دا فېصله د آيین او قانون مطابق کړې او ځنې خلک د سیاسي ګټو لپاره احتجاجونه کوي.

د شورو په ورځ د پاکستان سپریم کورټ د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوې د عیساي مذهب سره تعلق لرونکې آسیه بي بي خوشې کړه د کومې روستو چې د اسلام آباد په ګډون په ټول پاکستان کې مذهبي ګوندونو احتجاجونه پیل کړه او له سپریم کورټه يې وغوښتل چې دا فېصله دې بیرته واخلي.

اسیه بي بي

د جمعیت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د شورو په ورځ اسلام آباد کې له رسنیو سره خبرو کې وویل د اسیه بي بي د خوشې کېدو فېصله د عالمي قوتونو تر فشار لاندې شوې ده او د دې به ډېرې بدې نتیجې رابرسېره شي.

نوموړي وویل چې د دې فېصلې پرضد به دوی په ټول پاکستان کې احتجاجونه کوي.

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه: (موږ په ټول ملک کې په دې باندې د احتجاج کولو لپاره ولس ته اپیل کړی دی د جمعې په ورځ به په ټول ملک کې غټې غټې مظاهرې کوي چې د قام خپګان په ډاګه شي.)

دا رنګ د جماعت اسلامي امیر سراج الحق هم په خپل یوه وېډیو پېغام کې په دې فیصله ټکونه وکړه او د احتجاج اعلان يې وکړ: (د جمعې په ورځ په ټول ملک کې به احتجاجي مظاهري کېږي او د خپلو جذباتو او احساساتو اظهار به کېږي او موږ غواړو چې سپریم کورټ په دې فیصله باندې نظرثاني وکړي ځکه چې دا فیصله د انصاف د اصولو مطابق نه ده.)

د دې ترڅنګ تحریک لبیک پاکستان اعلان کړی چې تر ناټاکلې مودې پورې به دوی په ټول پاکستان کې دهرنې او احتجاجونه کوي چې عدالت په خپله د فیصلې بیرته اخیستو ته مجبوره کړي. د یاد ګوند د خېبرپښتونخوا صوبايي امیر شفیق امیني مشال راډیو ته په دې اړه وویل: ''دوی د دې فېصلې په ټول پاکستان کې د احتجاجونو شورو کولو فېصله کړې او هم دا اولې ورځې دغه سلسله شورو شوې او دوی به په ټول پاکستان کې د تامالومه مودې پورې خپل احتجاج جاري ساتي او دوی ته دا فېصله په هېڅ جوړ منظوره نه ده.''

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان خپله ټیليويژني وینا کې وویل چې ځینې خلک د خپلو سیاسي ګټو لپاره احتجاجونه کوي او ولس دهرنو ته راپاروي او دا چې دا فیصله حکومت نه بلکې سپریم کورټ د آيین او قانون مطابق کړې ده.