ټرمپ د یهودانو ډاډګېرنې لپاره پنسلوانیا ته ځي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، دى به د پنسلوانيا رياست پيټسبرګ ته ځي چرته چې يو وسوال د اکتوبر په ۲۷مه د يهودانو په عبادتخانه ډزې وکړې.

د يهودانو په عبادتځاى کې حمله کوونکي د ماشوم د نوم اېښوولو پر محفل حمله کې ١١ کسان ووژل. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اکتوبر پر ۲۷مه خبريالانو ته وويل، دى به دغه ښار ته سفر وکړي، خو نور تفصيلات يې ورنه کړل.

امريکايي چارواکو ويلي، وسلوال کس چې کله عبادتځاى ته داخلېده نارې یې وهلې چې ټول يهودان بايد ووژل شي.

حمله کوونکى چې ۴۶ کلن او نوم يې رابرټ باورس دی، په زخمي حالت کې نيول شوی دی.