شمالي وزیرستان کې د تېلو لټون چینايي کمپنۍ څلور کارکوونکي وژل شوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستاني چارواکي وايي نامالومو وسله والو په شمالي وزیرستان کې د یو چینايي کمپنۍ څلور کارکوونکي وژلي دي. دې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د سه شنبې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې دا درې چیني او یو ځايي وګړی د اکتوبر پر ۲۲مه د افغانستان پولې ته نژدې په سپین وام سیمه کې وژل شوي دي. د دوي په وینا ، دا کسان هغه مهال وژل شوي چې دوي هلته د تېلو او ګېسو په میندلو پسې وتلي وو. د ځايي چارواکو او خلکو په وینا ، تېره اونۍ هم د یادې کمپنۍ دوه نور غړي تښتول شوي وو چې یو یې خوشی شوی او بل لا هم ورک دی. چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري نده منلې.