په کندهار کې د وژل شوي امنیه قوماندان ورور تادین خان د اکتوبر پر ۲۲مه، د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال پاسوال جانان بارکزي له خوا د کندهار د نوي سرپرست امنیه قومندان په توګه وپېژندل شو.
چارواکي وايي، تادین خان د کندهار د قومي مشرانو په غوښتنه د ولسمشر د حکم پر بنسټ د کندهار نوی سرپرست امنیه قوماندان غوره کړل شو.
تادین خان که څه هم نظامي زدهکړې نه لري، خو ځايي خلک وايي په تېرو څو کلونو کې یې له خپل وژل شوي ورور جنرال عبدالرازق سره نېژدې همکاري درلوده او د سیمې له حالاتو خبر دی.
د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی وايي، پر جنرال عبدالرازق برید کوونکی له جعلي نوم، جعلي تذکرې او شخصي تضمین سره د کندهار د والي د ساتونکي په توګه دنده پیل کړې وه.
ښاغلي ستانکزي د اکتوبر پر ۲۲مه، په کندهار کې وویل چې له برید څو دقیقې مخکې بریدګر له کرښې هغهې خوا ته له کوم چا سره پنځه نیمې دقیقې خبرې کړې وې.
د ملي امنیت رئیس په کندهار کې خبریالانو ته وویل، د دې برید په تړاو ۱۵ کسان تر پوښتنو ګروېږونو لاندې دي.
په دوی تر ټولو مهم سړی د والي د ګارډ مشر مولا داد دی چې بریدګر ته یې د والي په ساتونکو کې ځای ورکړی و.
ویل کېږي هغه کس چې د ده سړي تضمین یې کړی هغه د برید په ورځ پاکستان ته تښتېدلی دی.
د کندهار د امنیه قوماندان تېره پنجشنبه (د اکتوبر ۱۸مه) د ولایت په دفتر کې په داسې حال کې چې د ناټو د قاطع ملاتړ د قوماندان سکاټ مېلر او نورو چارواکو سره له یو امنیتې غونډې څخه د وتلو په حال کې وو، د یو ساتونکې لهخوا ډزې وشوې او ووژل شو.