هند له افغانستان سره د ۹۹۸مټریکه ټنه دال نخودو مرسته وکړه

د هندوستان د مرسته شویو دال نخودو لومړنۍ جوپه د چابهار بند له لارې کابل ته راورسېده او د کرنې وزارت په واک کې ورکړل شوه.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې هندوستان د خپلو همکاریو په دام داځل افغانستان سره د یو زر او ۹۹۸مټریکه ټنه دال نخودو مرسته وکړه.

نوموړي وویل، په پام کې ده چې د غه دالنخود په کابل، نیمروز، هرات، کندهار او زابل ولایتونو کې زېرمه او د اړتیا پر مهال پر خلکو ووېشل شي.

تردې وړاندې هم ۱۱۰ زره مټریک ټنه غنم د هندوستان له خوا افغانستان سره مرسته شوې وه چې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته وارد او ورسته په بېلابېلو ولایتونو کې زېرمه شوه.

د کرنې وزارت چارواکي وایي، دغه وزارت له خوا په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۲۰ زره مټریک ټنه زېرمه شوې غنمو څخه، ۱۱۹ زره مټریک ټن یې پر وچکالۍ ځپلو او اړمنو خلکو وېشل شوي دي.