د امریکا د ولسمشر سلاکارې او "لومړۍ لور" ایوانکا ټرمپ د افغانستان د نجونو له روبوټیک ټیم سره وکتل.
ایوانکا ټرمپ پر خپل فېسبوک د دغه لیدنې ویډیو خپره کړې او ویلي یې دي چې د دې نجونو ملاتړ کوي چې یوه سوله ییز افغانستان ته د رسېدو په برخه کې د دوی هیلې پوره شي.
"زه د راتلونکیو انجنیرانو، مشرانو او روبوټ جوړوونکیو له یوه ګروپ سره یم چې د افغانستان دي. دوی پوسږ کال امریکا ته په راتلو سختې وګاللۍ، هیله ده چې سږ کال اسانه راغلې وي خو په رښتیا چې په ټوله نړۍ کې یې ګڼو خلکو ته الهام ورکړ، په افغانستان کې هم همداراز او ماته شخصاً ډېر الهام بښونکي و."
د افغان روبوټيک ټیم یوې غړې رویا محبوب و ایوانکا ټرمپ ته وویل چې د افغانستان د ساینس او ټیکنالوژۍ د ښوونځي په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.
افغان روبوټیک ټیم د اسیا د ګیم چنجر یا د لوبې بدلوونکې ایوارډ د اخېستلو لپاره امریکا ته تللی.