افغانستان کې تر ۱۰۰ زیات وسله وال وژل شوي

د افغان امنیتي ځواکونو عملیات.

د افغانستان دفاع وزارت په بلخ او فاریاب ولایتونو کې له ۱۰۰ د زیاتو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند غفوراحمد جاوید د اکتوبر پر اته مشال راډيوته وویل چې دغه وسله وال د یکشنبې په ورځ د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول.

د جاوید په وینا د فراه ولایت په بالابلوک، خاک سفید او مرکز کې په تېرو ۱۵ورځو کې په تصفیوي او تعرضي عملیاتو کې ۴۰ ټنه چاودیدونکي مواد هم نیول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ملي اردو د ځواکونو تعرضي عملیات په سلو کې ۳۶ زیات شوي دي.

بلخوا د هرات ولایت چارواکي د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په نښتو کې د ۱۶ تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد مشال راډیو ته وویل چې دغه نښتې د دوشنبې په ورځ د دې ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د طالبانو د بیلې شوې ډلې د مشر ملا رسول او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده د وسله والو ترمنځ وشوې.

د فرهاد په وینا د ملا هبت الله ۱۰ او د ملا رسول شپږ وسله وال وژل شوي دي.

ګرانه ده چې دغه ادعا په خپلواکه توګه تایید شي خو قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو یو ویاند پیژني د واتس اپ له لارې لیکلي چې په دغو نښتو کې د اربکیانو ۱۶ تنه وژل شوي دي.

له دې مخکې هم د دواړو رقیبو ډلو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي و.