شهباز شریف په ۱۰ ورځني جسماني ریمانډ احتساب ادارې ته سپارل شوی

شهباز شریف

د پنجاب صوبې د لاهور احتساب عدالت شهباز شریف په لس ورځني جسماني ریمانډ احتساب ادارې ته سپارلی دی.

یاد عدالت پر شهباز شریف درج کړل شوې ، اشیانه اقبال هوسینګ سکیم کې د مبینه درغلیو مقدمې اورېدنه اوس د اکتوبر تر ۱۶ مې نټې ځنډولې ده.

د پاکستان د احتساب قومي ادارې – نېب – د مسلم لیګ نون ډلې مشر شهباز شریف د جمعې په ورځ په لاهور کې یادې ادارې ته د وړاندې کېدو پر وخت ونیوی.

د پاکستان خبري رسنۍ خبر ورکوي چې د احتساب قومي ادارې – نېب – له عدالت څخه غوښتنه کړې وه چې شهباز شریف دې په ۱۵ ورځني جسماني ریمانډ دوي ته وسپارل شي خو عدالت پکې پنځه ورځې کمې کړې دي.

پر شهباز شریف تور دی چې د ۱۴ اربه روپیو ارزښت لرونکې اشیانه اقبال هاوسینګ سکیم کې یې درغلۍ کړې وې خو هغه دا تور نه مني.

د نېب څارنوال ویلي چې شهباز شریف د پنجاب د وزیراعلی په توګه له خپل واک څخه په ناوړه ګټه اخیستو سره د خپلې خوښې کسانو ته ټېکې ورکړې وې.

د شهباز شریف وکیل د پېشۍ پر مهال ویلي چې پر هغه درج کړل شوې ټولې مقدمې پر دروغ ولاړې دي.

د پاکستان مسلم لیګ نواز ‌ډلې ویاندې مریم اورنګزیب د ۵م اکتوبر په شپه له مطبوعاتو سره په خبرو کې د شهباز شریف ګرفتاري سیاسي انتقام بللی دی.

بل پلو د تحریک انصاف مخکښ او د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې نېب د درغلیو پرضد ګرفتارۍ شورو کړې دي او دوی به ورسره مرسته کوي.

په پېښور کې د سیاسي او قانوني چارو پوه شهاب الدین خټک مشال راډیو ته وویل په پاکستان کې چې کله هم یو ګوند په اقتدار کې راشي نو د بل ګوند د بدنامۍ لپاره داسې اقدامات کوي او د یو څو خاص کسانو پر ضد احتساب کېږي.

ده وویل د عمران خان د خپل ګوند پر غړیو هم یو شمېر مقدمې دي خو کاروايي یوازې د یو څو کسانو پرضد کېږي او باید چې احتساب د ټولو وکړل شي نو دې سره به حالات ښه شي.

د پاکستان د احتساب قومي ادارې د ۲۰۱۷م کال په نومبر کې د یو شمېر داسې کمپنیو په اړه پلټنې پیل کړې وې چې شهباز شریف د پنجاب د وزیراعلی په توګه جوړې کړې وې.

شهباز شریف د عدالت له خوا د هغه د ورور نواز شریف تر نااهله ګرځولو وروسته د مسلم نون ډلې مشري کوي او هم اوسمهال د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر هم دی.

د اپوزېشن ګوندونو د شهباز شریف پر نیول کېدو د پارلمان د غونډې رابللو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان مسلم لیګ ن قاید او پخوانی وزیراعظم نوازشریف د هغه لور مریم نواز او زوم کېپټن صفدر هم د درغلیو په تور کې نېب نیولي وو او زنداني کړي يې وو چې وروسته بیا د اسلام اباد های کورټ د هغوي د سزا پرېکړه رد کړه او هغوي یې خوشي کړل.