'نړیواله ټولنه دې د انډونیزیا له څونامي ځپلو سره مرستې وکړي'

انډونیزیا: د سېپټمبر پر ۳۰ مه نېټه د سولاویسي په ټاپو کې له زلزلې نړېدلې ودانیو کې ژغورندویه چارې روانې دي.

انډونیزیا نن دوشنبه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دغه هېواد له څونامې ځپلیو سره دې د ژغورنې او بنیادي اړتیاو په لړ کې مرسته وکړي.

د انډونیزیا ولسمشر یوکو ویډوډو وویل، د نړېدلو ودانیو تر کنډکپرو لاندې د ژوندیو کسانو د را-اېستلو لپاره درنو او جدیدو مشینونو ته اړتیا لر

درې ورځې مخکې د ریښتر په کچه ۷،۵ درجې زلزلې او څونامي د سولاویسي په ټاپو کې لږ تر لږه ۸۳۲ کسان ووژل.

د انډونیزیا ولسمشر ویلي چې څونامې ځپلې سیمه د سونګ توکیو، برېښنا او خوړو له کمښت سره مخامخ شوې ځکه چې ډېری دوکانونه د دغه طبیعي ناورین له کبله تړل شوي دي.

بلخوا نن د سلګونو وژل شویو کسانو د ښخولو لپاره قبرونه وکیندل شول. څونامې تر ټولو زیات خلک د سولاویسي ټاپو په پاولو ښار کې وژلي دي.

چارواکو ویلي چې تر اوسه د دې ټاپو ډېرو سیمو ته لارې نه دي پرانیستل شوي.

سور صلیب اټکل کوي چې دغه ناورین به یو میلیون او ۶ سوه زره کسان زیانمن کړي وي.