د افغانستان په وچو مېوو بار دوې الوتکې فینلېنډ او اټالیا ته والوتې

د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز له پرانیستېلو سره سم نن پنجشنبه په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره په وچو او تازه مېوو بار دوې الوتکې فینلېنډ او اټیالیا ته پروازونه وکړل.

که څه هم افغانستان له ځينو سیمه ییزو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه لري خو دا لومړی ځل دی چې له اروپايي هېوادونو سره هم ونښلول شو.

د سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان هر کال له هوايي لارې نېږدې یو میلیون ټنه افغاني توکي بېلابېلو هېوادونو ته لېږدوي.

د افغانستان سوداګرۍ وزارت معین اجمل حمید عبدالرحیمزي د پرانیستو غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د هوايي دهلېزونو له برکته یې د هېواد صادرات د پروسږ کال په پرتله ۳۲ فیصده زیات شوي دي.

اجمل حمید عبدالرحیمزی

د عبدالرحیمزي په خبره له اروپايي هېوادونو سره د افغانستان نښلول به د ګڼو نورو ګټو ترڅنګ لازم کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې مرستیال سفیر اندرېس ریچرډ د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز د پرانیستې په مراسمو کې وویل، اروپايي هېوادونه ویاړي چې افغانستان یې مارکېټونو ته لار موندلې:

"د دغه هوايي دهلېز پرانیستل په ریښتیا د ټولو لپاره ښه خبر دی، موږ به پولې له مینځه یوسو، ولسونه، سوداګر او مارکېټونه به سره ونښلوو چې دا د ټولو په ګټه ده."

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی بیا وايي چې د هوايي دهلېزونو په رامنځته کېدو د افغان سوداګرو د ستونزو یو لویه برخه هواره شوې ده.

د الکوزي په خبره اروپا ته به د هوايي دهلېز له لارې له دېرشو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره قره قل او نور افغاني توکي ته ولېږدوي چې دا د دې هېواد د اقتصادي ودې لپاره ښه زېری دی.

تر دې وړاندې افغانستان له هند، قزاقستان، ترکیې او سعودي عربستان سره هوايي دهلېزونه پرانیستي دي.

راپور: محمد حدیث پردېس