"د سوات جینکو ته اعلا تعلیم رسول غواړم" ډاکټر نرګس آراء

د سوات سیدو شریف د جینکو ډګري کالج

د سوات په سیدو شریف کې د جینکو ډګري کالج د (بي ایس) څلور کلن پروګرام شروع کړی چې پکې په بېلا بېلو څانګو کې ګڼ شمېر جینکو داخله واخیسته.

د دې کالج مشرې (پرنسپل) ډاکټر نرګس آراء خپلې ادارې ته د دې پروګرامونو راوړلو لپاره ډیر کوششونه کړي دي او غواړي چې د سوات جینکۍ په اسانه، ارزانه او د خپلو کورنیو د خوښې مطابق اعلا تعلیم حاصل کړي.

د دې کالج استادانې (لیکچرارز) وايي که څه هم وسایل کم دي خو دوی د دې پروګرام بریالي کولو ته کلکه اراده لري. په دې هکله تفصیل په لاندیني لینک اوریدلی شئ:

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سوات په سیدو شریف کې د جینکو کالج