د پخوانۍ فاټا ۲۴ اربه روپۍ بجټ چا وخوړ؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پخوانۍ فاټا سیمې چې اوس د خېبر پښتونخوا په ضلعو اړول شوې دي، ولس یې له نوي انتظامي جوړښته زښته زیات سر ټکوي. دوی ګیله کوي چې د دوی د سیمو لپاره پرمختيايي پیسې تش تر اعلانونو پورې پاته دي د ځمکې پرمخ یې هېڅ څلی او کاڼی نه ترسترګو کېږي. دوی واي د کلني پرمختیايي کارونه لپاره مخکیني وفاقي حکومت ۲۴ اربه روپۍ منظورې کړې وې چې تر اوسه یې هېڅ درک نه لګېږي. د عمردراز وزیر ویډيو