په فراه کې پينځه افغان عسکر وژل شوي

د یو پخوانۍ پېښې عکس

د افغانستان په فراه ولایت کې لږ تر لږه پینځه عسکر وژل شوي دي.

افغان چارواکي وايي، د سپټمبر پر ۱۴مه ناوخته د فراه ولایت په لویدیځ کې یو پوځي هیلي کاپټر بیړنۍ ناسته کوله چې ورته اوور ولګیده او پکې ناست ټول کسان ووژل شول.

د خاکي سفید ولسوال محمد نورزي نن مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د تکنیکي ستونزې له وجې شوې ده.

بلخوا طالبانو ویلي، دا هیلي کاپټر دوی ویشتی دي.