پوتین: پر پخواني روسي جاسوس په برید کې ککړ مو پېژندلي

د روس ولسمشر ولادمیر پوتین.

د روس ولسمشر ولادمیر پوتین ويلي، هغه دوه کسان يې پيژندلي چې برتانيا پرې په خپله خاوره کې د روس د يو پخواني جاسوس سرګي سکرېپال او د نوموړي د لور د وژنې د ناکامې حملې تور پورې کړی دی.

پوتين د سېپټمبر په ۱۲مه په يوه غونډه کې ادعا وکړه چې دغه کسان ملکي وګړي دي او دا چې هېڅ جنايت يې نه دی کړی نو هيله لري چې پخپله مخې ته راشي او د ځان سپيناوی وکړی.

د برتانيا حکومت د دغو دوو کسانو د نيولو هڅې کوي.

برتانوي چارواکي وايي، يو اليکسېندر پېتروف او بل روسلان بوشيروف نومېږي چې د روس پوځي استخباراتو غړي دي خو زياته کړې يې ده چې کېدای شي دا د دوی خپل نومونه نه وي.

پر دوی تور لګول شوی چې پر سرګي سکرېپال او د هغه لور يوليا يې د حرکي اعصابو د فلجولو حمله کړې وه خو هغوی تر درملنې وروسته روغ شول.