امریکا په منځني ختیځ کې پر خپلو تنصیباتو د ایران د لاسپوڅو او د هغوی د اتحادیانو له خوا د ممکنه بریدونو په اړه ایران ته خبرداری ورکړی دی.
دا خبرداری د سه شنبې په ورځ له سپینې مانۍ په خپاره شوي بیان کې ورکړل شوی دی.
دا له هغه درې ورځې وروسته ده چې د عراق په بصره ښار کې د امریکا پر کونسلګرۍ توغندي لګېدلي وو.
تر هغه هم یوه ورځ وړاندې د بغداد په شنه سیمه کې هم توغندي پرېوتي وو چېري چې د امریکا سفارت هم واقع دی.
که څه هم په کلونو کې هلته داسې پېښې نه دي شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه خبر نه دی ورکړل شوی.
د سپینې ماڼۍ بیان زیاته کړې چې ایران د خپلو هغو لاسپوڅو له داسې بریدونه د منع کولو لپاره ګامونه نه دي پورته کړي کومو ته چې دوي فنډونه ، روزنې او وسلې ورکړې دي.
بیان زیاته کړې چې که چېري د امریکا وګړو او تنصیباتو ته زیات ورسېدی نو به یې زمه وار د ایران رژیم وګرځول شي.