روسیو، چینیو او منګوليو ځواکونو پراخ پوځي مشقونه پیل کړي

روسیې د ګاونډيو هېوادونو چين او منګوليا د سرتېرو په ګډون، زرګونو ځواکونو تر ټولو پراخ پوځي مشقونه پېل کړي دي.

د روسیې دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د سپټمبر له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې کېدونکي دا مشقونه ووستوک ۲۰۱۸ بلل شوي او له ۱۹۸۱م کال راهيسې تر ټولو لوی مشقونه دي.

ناټو دغه مشقونه غندلي او دا یې د پراخې جګړې لپاره د تياري په مانا بللي دي.

د روسیې دفاع وزير ويلي چې په ووستوک ۲۰۱۸پوځي مشقونو کې ۳۰۰۰ سرتېري، ۳۶ زره نظامي وسايل، يو زر الوتکې او ۸۰ بېړۍ ګډون کوي. دا مشقونه په داسي حال کې کېږي چې د مسکو او لوېديځ تر منځ د لوېديځو هېوادونو په چارو کې د روسیې د لاسوهنې او همداراز په اوکراين او شام کې د جګړې په خاطر وضعيت ترینګلی شوی دی.