ټاکل شوې ده چې د روس ولسمشر ولاديمير پوتین به په روانه اوونۍ کې د اسيايي هېوادونو له مشرانو سره په داسې حال کې د شمالي کوريا اټومي پروګرام بحث کوي چې له واشنګټن سره د تاوتريخوالي کمولو په لړ کې د پيانګ هڅې په ټپه ولاړې دي.
پوتین به د روس ليري ختيځ ښار ولاډي وستوک کې د جاپان وزيراعظم شانزو اېبې، چينی ولسمشر ژي چنک پنګ او د جنوبي کوریا وزيراعظم لي ناک يېون سره ويني.
روس د اقتصادي فورم کوربه توب کوي چې د سېپټمبر له ۱۱ مه څخه تر ۱۳ مې پورې به دوام ولري.
دا ملاقاتونه د شمالي کوريا او جنوبي کوريا تر پلان شوي سر مشريزې يوه اوونۍ وړاندې کېږي.
سرمشريزه به په پیانګ يانګ کې د سېپټمبر ۱۸ م څخه تر ۲۰ مې پورې وي.
واشنګټن د پيانګ له خوا د غير جوهري کېدو په اړه ددې هېواد پر نه هڅو ناهيلې ښودلې ده.