ګراندي: د افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوو

د ملګرو ملتو د عالي کمېشنر فیلیپ ګراندي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنر فیلیپ ګراندي په مشرۍ پلاوی د سپټمبر پر شپږمه اسلام اباد ته ځي.

دغه پلاوي د سپټمبر پر پینځمه په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره د افغان مهاجرو پر ستونزو خبرې وکړې.

دا پلاوی په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ۲۰۱۵ز کال کې د شوې موافقې له مخې باید افغان کډوال د ۲۰۱۸ز کال د سپتمبر تر ۳۰مې نیټې پورې پاتې شي.

تمه ده چې د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو پلاوی له پاکستاني چارواکو سره د خپل درې ورځني سفر پر مهال په پاکستان کې د دغو کډوالو د اوسېدو د مودې د غځولو په اړه خبرې وکړي.

په پاکستان کې ۱۴ لکه داسې افغان کډوال ژوند کوي چې د مهاجرت د اوسېدو د کارتونو موده یې نږدې درې اونۍ وروسته پای ته رسېږي.