روس په میدیتراني سمندر کې بیړۍ ځای پر ځای کړي

د روس بیړۍ په میدیتراني سمندر کې.

روس په میدیتراني سمندر کې، څو نورې لویې بیړۍ ځای پر ځای کړي.

د دغه هیواد رسنۍ لیکي دا له ۲۰۱۵ م کال راهیسې چې روسیه د شام په کورنۍ جګړه کې ښکېله شوې، تر ټولو د لوړې کچې سمندري ځای پر ځای کېدنه ده.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې باور کېږي د شام ولسمشر بشارالاسد په ادلیب صوبه کې د یاغیانو وروستی مهم ځای تر برید لاندې نیول غواړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر د اګست پر ۲۸مه خبرداری ورکړی چې په ادلیب کې په پراخه پیمانه حکومتي بریدونه به دومره لویه کچه بشري بحرانونه رامنځ ته کړي چې ساری یې د شام په تېره اوه کلنه جګړه کې نه دی لیدل شوی.

بل پلو امریکا، برتانیا، او فرانس د اګست پر ۲۸مه، د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل په غونډه کې یو وارې بیا شام ته چې ځواکونه یې د روس ملاتړ له ځانه سره لري خبرداری ورکړ چې په ادلییب ښار کې دې کیمیاوي وسلې نه کاروي او که دا کار وشو نو دوی به ځوابي کاروايي وکړي.