ایران: په شام کې خپل پوځي شتون ته ادامه ورکوو

په دمشق کې د ایران او شام د دفاع وزیران.

په د مشق کې د ایران دفاعي اتاشي وايي، د امریکا او اسراییلو د مخالفت باوجود به یې هم هیواد په شام کې خپل پوځی موجودګۍ ته دوام ورکړي.

د ایراني خبري اژانسونو په حواله، بریګیډیر جنرال ابو القاسم عالي نژاد د اګست پر ۲۸مه ویلي، په شام کې د ایراني سلاکارانو دوام داره موجودیت د تهران او د مشق ترمنځ د پوځي همکارۍ د هغه تړون برخه ده چې د تېرې اونۍ په پای کې د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شو.

علي نژاد ویلي، هیواد به یې له شام سره د ماینونو په پاک کارۍ او د هغوی د پوځي کارخانو په بیا رغونه کې کومک کوي چې د جنګ له امله زیانمن شوي دي.

د شام په تېر اوه کلن جنګ کې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ، د سني یاغیانو په مقابل کې، د ولسمشر بشارالسد د ملاتړ لپاره زرګونه جنګیالي او وسلې استولي دي.

د ایران د دفاع وزیر عمار حاتمي د تېرې اونۍ پای کې دمشق ته سفر درلود چې هلته یې د پوځي همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

دا په داسې حال کې ده چې اسراییل او امریکا له ایرانه غوښتنه کوي چې د شام د شخړې د هوارۍ د وروستۍ معاهدې په توګه دې خپل ټول سلاکاران او سرتیري له شامه وباسي.