کونړ: په شیګل کې چاودنه، ۱ مړ ۸ ژوبل

د ګونړ نقشه.

کونړ ـ چارواکي وايي په یوه موټر کې چې ټول پکې ولسي کسان سپاره وو، د چاودنې له کبله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوړېدلې ده.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند فرید الله دهقان د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې دا چاودنه له غرمې وړاندې د شیګل ولسوالۍ په هلالزو کلي کې مخې ته راغلې ده. د نوموړي په وینا په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او ۸ نور ژوبل دي.

نوموړي زیاته کړه چې موټر له اسعداباده دشیګل درې ته روان وو.

په ټپیانو کې دوه میرمنې هم شاملې دي. ټپیان د خلکو لخوا روغتون ته رسول شوي او ډاکټرانو يې حالت ښه ښودلی دی.

دهقان وايي، تر اوسه نه ده معلومه چې ماین چا او د څه لپاره ایښی و؟ تر اوسه وسله والو طالبانو په شیګل کې د ماین چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.