د پولیو واکسین شرعي جواز لري: ډاکتر قبله ایاز
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د اسلامي نظریاتي شورا مشر ویلي ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول شرعاً جایز دي او دا خبره د پاکستان لویو عالمانو او دیني ادارو په بېلا بېلو فتواو کې کړې. ډاکتر قبله ایاز په کوټه کې مشال راډیو ته وویل چې میندې او پلرونه دې خپلو ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ مخنیوي څاڅکي ورکړي او هغوی دې له ټولعمري معذورۍ وژغوري. له نوموړي سره لنډه مرکه په ويډیو کې وګورئ.