په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما دفتر د اګست پر ۱۳مه په یوه بیان کې ویلي دي چې دوی د پارلېماني ټاکنو په اړه د ورستیو پرمختګونو لکه د کاندیدانو ارزونې، د رایو پاڼو چاپ، مهالوېش او نورو تیاریو هرکلی کوي.
خبرپاڼه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماماتو له خولې وايي: ''په داسې حال کې چې د اکتوبر ۲۰مې پارلېماني انتخاباتو ته چمتووالی روان دی، ټول اړخونه باید د شرایطو مطابق او له ټاکلي وخت سره سم انتخاباتو لپاره خپل رول ترسره کړي.''
د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی زیاتوي چې حکومت، د هېواد سیاسي مشران او ټاکنیز بنسټونه مسئولیت لري چې د باور وړ ټاکنو لپاره ضروری شرایط برابر کړي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د نوماندانانو له وروستي نوملړه د ځینو نوماندانو نومونه لیرې کړي دي چې پرضد یې ځینو کسانو د انتخاباتو کمیسیون مخې ته د خواشینۍ کیږدۍ درولې ده.
ځینو اعتراض کوونکو د پرون هڅه وکړه چې د انتخاباتو د کمیسیون دروازه هم وتړي.
دغه راز د انتخاباتو خپلواک کمیسيون ته ورڅیرمه پرونۍ چاودنه کې یو پولیس مړ او بل ټپي شو.